د کابل ښار د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر دوام لري

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۸:۲۶
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکوونې ټیم کابل ښار کې د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکوونې او درجه بندۍ بهیر په ترڅ کې له ادې زیژنتون، آروین د پوستکي، ساجد ارمان عقلي او عصبي، سالم عزیز، جوهر او حنظله غورځنګ جراحي عمومي روغتونونو څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې پر مهال د اعتبار ورکولو ټیم غړو د خصوصي روغتونونو مسؤلینو ته وویل: د روغتونونو د ارزونې بهیر د عامې روغتیا وزارت له لوري د علمي معیارونو پر بنسټ پیل شوی دی، چې موخه یې د روغتیايي خدمتونو معیاري کول او د ناروغانو د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کول دي.

هغوی زیاته کړه، چې دغه بهیر له دوامدارو هڅو او اړین چمتووالي وروسته د یوه مسلکي او روزل شوي ټیم له لوري په منظم او شفاف ډول پلي کېږي.

د یادونې وړ ده، چې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکوونې او درجه بندۍ بهیر به لومړي پړاو کې په کابل ښار او وروسته به د ولایتونو په ټولو خصوصي روغتونونو کې پلی شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۳۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي همکاریو د پراختیا په موخه بېلاروس هیواد ته په سفر ولاړ

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له مل پلاوي سره د روغتیايي همکاریو پراختیا، د بېلاروس هېواد له روغتیايي بنسټونو څخه د ليدنې او د دوه اړخيزو تجربو شريکولو. . .

BACK TO NEWS