د کابل ښار په بېلا بېلو ناحيو کې د کیفیت ښه والي په موخه له یو شمېر درملیزو او غذایي تأسیساتو څخه نظارت ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې رياست نظارتي ټیم د کابل ښار بېلا بېلو ناحيو کې له ۲۳ بابه درملیزو او غذایي تأسیساتو څخه نظارت ترسره کړ، چې پایله کې یې څلور درملتونونه د خپلسرې فعالیت او يو امارتي درملتون په لوړو بیو د درملو پلور له امله وتړل شول.
همدارنګه ۱۲ قلمه مشکوک خوراکي توکي د نمونې اخیستلو او د کیفیت تثبیت په موخه لابراتوار ته ولېږدول شول.
