د کابل ښار ۱۴مې ناحیې کې پر هوټلونو او خوراکي مرکزونو روغتیايي نظارت ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۲۰
moph

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلينو له لوري د کابل ښار په ۱۴مې ناحیې کې له یو شمېر هوټلونو، نانواییو، قصابیو او د خوراکي او غیر خوراکي توکو شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

په دغه نظارت کې د هوټلونو، نانواییو، قصابیو او د خوراکي او غیر خوراکي توکو د شرکتونو مسؤلينو او کارکوونکو ته د نظافت، حفظ الصحې ساتنې او مضرو وړانګو خوندیتوب په موخه اړینې لارښوونې او سپارښتنې وشوې او هم ورته ګڼ روغتیایي معلومات ورکړل شول.

دغه راز، د حفظ‌الصحې چک‌لېستونه ډک او د هوټلونو، نانواییو، قصابیو او د خوراکي او غیر خوراکي توکو د شرکتونو مسؤلینو څخه د روغتیایي قوانینو پلي کولو او لازمو اصلاحاتو راوستلو په موخه لیکلې ژمنې هم واخیستل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

په اسلام‌قلعه بندر کې د قرنطین مرکز د جوړېدو بنسټ کېښودل شو

د هرات اسلام‌ قلعه بندر په صفري نقطه کې د قرنطین مرکز د بنسټ ډبره د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر حنیفي، د اړوندو ادارو او همکارو مؤسسو د استازو په شتون کې کېښودل شوه.

دا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د فاتح میوند عالي لیسې استادانو ته د سالمې تغذیې په اړه د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو تحلیل او سرویلانس ریاست د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي د کارپوهانو ټیم له لوري د فاتح میوند عالي لیسې څه باندې ۳۰ استادانو ته د. . .

BACK TO NEWS