د کاپیسا ولایت د عامې روغتیا ریاست د ملي او نړیوالو مؤسسو په همکارۍ د ۵۵۰۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت یو امبولانس ترلاسه کړ

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۴:۷
moph

دا امبولانس د ډاکټر احمدالله (صافي) او د بې پولې ډاکټرانو (MSF) مشر جبریل لخوا د یاد ولایت د مرستیال والي او د اقتصاد رئیس په شتون کې د عامې روغتیا ریاست ته وسپارل شو.

همداراز، د یونیسف او SRO مؤسسې د کاپیسا ولایت روغتیايي مرکزونو ته د ۴۰۰۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي او غیر طبي تجهیزاتو مرسته هم کړې، چې د روغتیايي خدماتو د کیفیت په ښه کولو کې به مهم رول ولوبوي.

د کاپیسا ولایت مرستیال والي او د عامې روغتیا رئیس، د دې مرستې او همکارۍ څخه مننه وکړه او د روغتیا په سکټور کې یې د دوامداره او لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۴:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د رواني روغتیا په برخه کې د دریو ولایتونو ۱۹ ډاکټرانو ته روزنیز ټرېننګ ورکړل شو

د عامې روغتيا وزارت د رواني روغتيا آمريت په همکارۍ او د HealthNet TPO مؤسسې په تخنيکي ملاتړ د غزني، لوګر او ميدان وردګو ولايتونو ۱۹ تنه ډاکټرانو ته د روانې روغتيا برخه کې روزنيز ټرېننګ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۴:۷
Background image

د کاپیسا ولایت د عامې روغتیا ریاست د ملي او نړیوالو مؤسسو په همکارۍ د ۵۵۰۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت یو امبولانس ترلاسه کړ

دا امبولانس د ډاکټر احمدالله (صافي) او د بې پولې ډاکټرانو (MSF) مشر جبریل لخوا د یاد ولایت د مرستیال والي او د اقتصاد رئیس په شتون کې د عامې روغتیا ریاست ته وسپارل شو.

همداراز، د. . .

BACK TO NEWS