د کندز حوزوي روغتون څلور سوه بسترونو ته ارتقاء وکړه

akbari_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۹:۱۶
د کندز حوزوي روغتون څلور سوه بسترونو ته ارتقاء وکړه

د کندز حوزوي روغتون څلور سوه بسترونو ته ارتقاء وکړه:

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین مولوي محمد اسحق صاحبزاده او ورسره مل پلاوي د ولایتي سفرونو په لړ کې د کندز په حوزوي روغتون کې د سي ټي سکن، اکسیجن پلانټ، Mammography, د ماشومانو نوې NICU خونه، ښځینه انتظارخونه، د ICU لپاره د Echo اخیستل او مرکزي کنټرول سیستم د معافیت کتلوي ډېپارټمنټ د تعمیر د MDR روغتون یا سنټر  او د مور او ماشوم د سل بستریز روغتون پرانېسته ترسره کړه.

د کندز حوزوي روغتون څلور سوه بسترونو ته ارتقاء وکړه

ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د دې څانګو او تعمیرونو پرانېسته د عصري روغتیايي سیستم په برخه کې یو نوی انقلاب وباله او وې ویل چې د عامې روغتیا وزارت ژمن دی؛ څو د هېواد په ټولو سیمو کې منصفانه او پر عدالت ولاړ روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده په کندز حوزوي روغتون کې له ناروغانو سره هم لیدنه ترسره کړه، ستونزې یې ورته واورېدې او د حل په موخه یې مسوولینو ته سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

Inspection Conducted at Several Food Wholesalers in Herat Province

The monitoring and inspection team of the Herat Public Health Directorate conducted inspections, resulting in the confiscation of 717 kilograms of expired and substandard food items,. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۳۷
Background image

هرات ولایت کې د خوراکي توکو له یو شمېر عمده پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د ياد ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې ۷۱۷ کیلوګرامه له نېټې تېر او بې‌کیفیته خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او TDH مؤسسې ترمنځ د کونړ روغتیايي خدمتونو لپاره تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کونړ ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له TDH مؤسسې سره د (۱۱۷۷۰۴) یو سل اوولس زره اووه سوه څلور ډالرو په ارزښت تړون. . .

BACK TO NEWS