د کندهار ولایت تخته پُل ولسوالۍ اړوند په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په مرکز کې ۱۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

akbari_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۶ - ۱۵:۳۳
د کندهار ولایت تخته پُل ولسوالۍ اړوند په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په مرکز کې ۱۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

د عامې روغتیا وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مسئول، ډاکټر نورالامین زرمل یادو مراسمو ته په وینا کې وویل، د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د حکم پر اساس د هېواد په شپږو زونونو کې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونه جوړ شوي، چې په یادو مرکزونو کې د عامې روغتیا وزارت له لوري سل بستریزه روغتونونه منظور شوي دي چې په لړ کې یې دا دی د کندهار تخته پُل ولسوالۍ د روږدو د درملنې سل بستریز روغتون پرانیستل شو.

د کندهار ولایت د روږدو د درملنې سل بستریز روغتون په مجهزو وسایلو سمبال دی چې د عامې روغتیا وزارت په ځانګړې لارښوونه ۱۲ تنه با تجربه ډاکټران د کابل ابن سینا زر بستریز روغتون څخه دې روغتون ته لېږل شوي؛ څو د روږدو کسانو درملنه ترسره کړي.

د یادنې وړ ده، چي د کندهار تخته پُل ولسوالۍ اړوند په نشه ‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې مرکز کې د نېږدې درې زره روږدو کسانو درملنه روانه ده، چي دغه ناروغان د کندهار او نیمروز ولایتونو تر څنګ د یو شمېر نورو ولایتونو څخه هم دې مرکز ته انتقال شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

Inspection Conducted at Several Food Wholesalers in Herat Province

The monitoring and inspection team of the Herat Public Health Directorate conducted inspections, resulting in the confiscation of 717 kilograms of expired and substandard food items,. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۳۷
Background image

هرات ولایت کې د خوراکي توکو له یو شمېر عمده پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د ياد ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې ۷۱۷ کیلوګرامه له نېټې تېر او بې‌کیفیته خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او TDH مؤسسې ترمنځ د کونړ روغتیايي خدمتونو لپاره تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کونړ ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له TDH مؤسسې سره د (۱۱۷۷۰۴) یو سل اوولس زره اووه سوه څلور ډالرو په ارزښت تړون. . .

BACK TO NEWS