د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري اسعداباد ولایتي روغتون کې د (هیموفلیا) ناروغیو د درملنې مرکز پرانیستل شو

د کونړ عامې روغتیا رییس قاري مظفرخان مخلص په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل: د اسعداباد ولایتي روغتون څلور تنه تخنیکي پرسونل ته د وینې بانک ملي امریت له لوري د هیموفلیا په برخه کې روزنه ورکړل شوې او هم د نوموړې امریت لخوا د اوس لپاره (٢٥) ویاله فکتورنه ورکړل شوي چې د یادې برخې په درملنه کې به ورڅخه ګټه اخیستل کېږي.