د کونړ ولایت عامې روغتیا رئیس د روغتیايي مطالعاتو د یو شمیر مسؤلینو سره ولیدل
د کونړ ولایت عامې روغتیا رئیس، قاري مظفر خان مخلص په خپل کاري دفتر کې د عامې روغتیا وزارت د اقتصادي مطالعاتو له آمر حسن خان احسان، د جلب او هڅونې له آمر ډاکټر نقیب الله رحیمي او د اقتصادي مطالعاتو له عمومي مدیر سره لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې په کونړ ولایت کې د روغتیايي مطالعاتو او فعالیتونو، د ستونزو د حل او د روغتیا په برخه کې د خصوصي سکتور د جلب اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.