د کونړ ولایت عامې روغتیا ریاست سره ۴۶قلمه درملو او ۳۶۰عدده حفظ الصحې کيټونو مرسته وشوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۲:۵۰
MOPH

یاده مرسته د (MMRCA) مؤسسې له لوري د وروستۍ زلزلې د قربانیانو درملنې او لومړنیو اړتیاوو پوره کولو په موخه وشوه؛ ترڅو د زلزله ځپلو روغتیايي ستونزې حل او ورته لازم خدمتونو وړاندې شي.

د کونړ د عامې روغتیا رئیس قاري مظفرخان مخلص د دغې مرستې له امله د MMRCA مؤسسې له مسؤلینو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې یاد درمل او کيټونه به د روغتیایي مرکزونو له لارې په شفاف ډول اړمنو خلکو ته ووېشل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۳
Background image

بادغیس ولایت کې د اوټرېچ پروګرام واکسیناتورانو ته ۲۸ عرادې نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

دغه موټرسایکلونه د بادغیس عامې روغتیا ریاست له لوري، د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ، واکسیناتورانو ته د تګ راتګ د اسانتیا، لرو پرتو سیمو ته د هغوی د لاسرسي او په دغو سیمو کې د واکسیناسیون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۱۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د بغلان له والي، مولوي عبدالله مختار سره ليدنه وکړه

په دې ليدنه کې د دغه ولایت د روغتیايي وضعیت، د خدمتونو د کیفیت او روغتیايي بنسټونو د پیاوړتیا په اړه خبرې تر سره شوې.

د بغلان والي د اندراب ولسوالۍ روغتون د پاتې چارو د بیا پیل او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۱۵
Background image

د شهید موسی شفیق عالي لېسې څه باندې ۳۵۰۰ تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

BACK TO NEWS