د ګرانو هيوادوالو ، رسنيو او ټولنيزو رسنيو اړوند کاروونکو د پام وړ!
د جهانيټر په نوم مؤسسې له لوري څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت په اړه چې کوم بې اساسه او غير مسؤولانه راپور نشر شوی وو.
له يادې مؤسسې سره د څو ځل ليدلو په ترڅ کې د شواهدو او اسنادو د غوښتنې وروسته يادې مؤسسې د خپلې ليکنې په اړه چې له مرکزي دفتر "جرمني" نشر شوې وه په شفاهي او مکتوبي ډول بښنه وغوښته او ياده کړنه یې د خپل کاري ټيم د معلوماتو کمښت ياد کړ.
او يادونه وکړه چې ياده ليکنه يواځې د مرستو د جلبولو په خاطر، نه د رښتيني څيړنو په اساس، د دې ترڅنګ يې عامې روغتياوزارت له کړنو ستاينه وکړه او د افغان ولس سره د لا دوامدارې همکارۍ يادونه يې وکړه.
د عامې روغتياوزارت تعهد لري چې هيوادوالو ته معياري روغتيايي خدمات وړاندې کوي.