د ۲۸ ولایتي او مرکزي لابراتوارونو تکنالوجستانو ته د ظرفیت لوړونې په موخه ټریننګ تر سره شو
د عامې روغتیا وزارت د تشخیصه ریاست اړوند مرکزي لابراتوارونو آمریت له لوري د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ د ۲۸ ولایتي او مرکزي لابراتوارونو ۳۲ تنه روغتیايي تکنالوجستانو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د " Training Workshop on Molecular testing of Blood-borne Viral Infectious diseases (HBV, HCV & HIV) using RT-PCR/ELISA and introduction to basic Microbiology/"AMR تر عنوان لاندې ټریننګ ترسره شو
یاد ټریینګ د الیزا او پي سي آر د تخنیکونو په واسطه د بېلا بېلو ویروسي ناروغیو او د کلچر په واسطه د باکټریايي ناروغیو د معیاري تشخیص په موخه په لاره اچول شوی و، چې ګډونوالو ته په کې په عملي او نظري بڼه زده کړې ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده، چې په یاده برخه کې د ټریننګونو دا لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام ولري.