د ۹۸ زره ډالرو په ارزښت د ننګرهار او لغمان روغتونونو ته پرمختللي طبي وسایل ورکړل شول
یاد طبي وسایل د یونیسیف ادارې له لوري د ننګرهار سیمه ییز روغتون او د لغمان ولایتي روغتون ته ورکړل شول چې په کې د تلویزیوني معایناتو پرمختللي ګرځنده ماشینونه، د نویو زیږیدلو ماشومانو ساتلو لپاره Warmer machine, Phototherapy, Incubator, Oxygen analyzer, Laryngoscope ماشینونه، د ولادت میزونه، ولادي کیټونه او نور وسایل شامل دي.