د “بکټریالوژي او درملو حساسیت” تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ټریننګ ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د تشخیصیه ریاست اړوند، مرکزي لابراتوارونو آمریت له لوري د ګلوبل فنډ دفتر او اډا (AADA) مؤسسې په همکارۍ د خوست، پروان، بامیان، کندهار، کابل، پکتیا او کندز ولایتونو ۱۳ تنو طبي ټکنالوجستانو ته د “بکټریالوژي او درملو حساسیت” تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ټریننګ ترسره شو.
د یاد ټریننګ په اړه د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوارونو آمر، ډاکتر مسعود دلسوز وویل، دغه روزنیز ټریننګ په عملي او نظري بڼه د مسلکي او مجربو استادانو له لوري د یادو ولایتونو طبي ټکنالوجستانو ته د ظرفیت لوړولو په موخه ترسره شو؛ ترڅو وکولای شي هغه موضوعات چې د یاد ټریننګ په پای کې یې زده کوي په اړوندو څانګو کې پلي کړي.
ډاکټر دلسوز همداراز زیاته کړه، ټاکل شوې په راتلونکي کې هم د مرکز کابل او ولایتونو طبي ټګنالوجستانو ته ورته روزنیز ټریننګونه په لاره واچول شي او له ګډونوالو مو غوښتنه ده، چې له دې فرصت څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.