د Comprehensive آزموینې د نوم لیکني جدول
هغو درنو داکترانو صاحبانو ته چې په ۱۴۰۰ کال او یا له هغې څخه د مخه فارغ شوي او هم د ۱۴۰۱ کال فارغان چې د Comprehensive آزموینې تابع دي او په نوموړی آزموینه کې یې د ګډون لپاره په آنلاین توګه نوم لیکنه کړی ده، خبر ورکول کیږی تر څو د خپل ډاډ لپاره خپل شهرت د نوم لیکنی په جدول کې چې د عامې روغتیا په رسمی پاڼه کې خپور شوی وګوري، په نوموړی جدول کی د شهرت د نشتوالی او یا د کومی تخنیکی ستونزی د در لودلو په صورت کی او همداراز هغه محترم ډاکترصاحبان چې د Comprehensive آزموینې د شرایطو وړ وی او تر اوسه یې نوم لیکنه نه وی کړی، کولای شی چی د نوم لیکنی لپاره د اکمال تخصص ریاست ته تشریف راوړی او خپله ستونزه حل کړی.
یادونه: د ستونزو د حل لپاره د ( 7078820963) واتساپ شمیری سره اړیکه ونیسئ.