سالم خواړه؛ د سالم ژوند بنسټ!

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
MOPH

هغه خواړه چې هره ورځ یې انتخابوو، زموږ د روغتیا په ساتنه کې مهم رول لري. خواړه باید متوازن، متنوع او د بدن د اړتیاوو مطابق وي.

د خوړو د استعمال پر مهال لاندې ټکو ته پاملرنه وکړئ:

- مېوې او سبزیجات زیات وکاروئ.

- حبوبات او نور مغذي خواړه په خپل غذایي رژیم کې شامل کړئ.

- متنوع خواړه وخورئ.

- د مالګې استعمال محدود کړئ.

- د بوره لرونکو خوړو او څښاکونو استعمال کم کړئ.

- د مشروباتو پر ځای اوبه غوره کړئ.

- ډېر پروسس شوي خواړه محدود کړئ.

د سالمو خوړو انتخاب؛ سالم بدن او سالم راتلونکی!

د عامې روغتیا وزارت

د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست!