سرپل کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه نظارت ترسره شو
د سرپل عامې روغتیا ریاست روغتیايي قوانینو د تطبیق او څارنې ټیم له لوري په سرپل ښار کې له درې درملتونونو او یو لابراتوار څخه نظارت ترسره شو، چې په پایله کې یې یو لابراتوار د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شو.
همداراز ۶۳ قلمه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل راټول او اړوند ځای ته ولېږدول شول.