سمنګان ولایت کې د روغتیایي سکتور ۵ بنسټیزې پروژې ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۳:۵۷
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده له لوري سمنګان ولایت کې د څه د پاسه ۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د روغتیايي سکتور پنځه بنسټیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې‎.

په دغو پروژو کې د ۲۰ بابه روغتیايي ځالو ودانۍ، لس روغتیايي مرکزونو کې د لمریزې بریښنا سستم، سمنګان ولایتي روغتون کې د احاطوي دېوال، وسایلو او امبولانسونو لپاره مناسب ځای او د سرسبزه ساحې جوړول شامل دي.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده ، د سمنګان والي، عامې روغتیا رئیس، ډاکټرانو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او د سیمې اوسیدونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په یادو مراسمو کې د دغو پنځه بنسټیزو روغتیايي پروژو چارې بشپړېدل سمنګان ولایت کې یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه چې په دې سره به د سمنګان ولایت روغتیايي برخه پیاوړې او خلکو ته د لاس رسي وړ شي.

بلخوا د سمنګان ولایت استازو  په ترسره شویو روغتیايي پروژو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ له عامې روغتیا وزارت مننه وکړه چې روغتیا برخه کې یې دغه ولایت ته ځانګړې پاملرنه کړې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۱:۳۸
Background image

ملا عبدالقدیر نظیر د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د نوي رئیس په توګه وټاکل شو

نوموړی د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي له لوري، چې د یاد وزارت یو شمېر نورو مسؤلینو او کارکوونکو هم شتون درلود، د یاد ریاست کارکوونکو ته ور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

BACK TO NEWS