عامې روغتیا وزارت او همکارې ادارې د زلزلې قربانیانو لپاره ګډه کمېټه جوړوي

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۸:۳۹
moph

عامې روغتیا وزارت په کونړ کې د زلزلې له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو او نورو اړینو اسانتیاوو د غوره مدیریت، سمون او تنظیم په موخه د خاص کونړ ولسوالۍ په نظامي قرارګاه کې د سرې میاشتې ټولنې، د ولایت مقام او اړوندو مرستندویه مؤسسو په همکارۍ یوه ګډه د همغږۍ کمېټه جوړه کړه

یاده ګډه کمېټه به په دغه قرارګاه کې د خوراکي توکو د مرستو د منظم جلب او عادلانه وېش تر څنګ د یو ګرځنده روغتیايي مرکز او یو کمپ په جوړولو کار وکړي، چې د دې مرکز او کمپ له لارې به نه یوازې د زلزله ځپلو خلکو لپاره د لومړنیو او بېړنیو روغتیايي خدمتونو زمینه برابره شي، تر څنګ به یې د هستوګنې لپاره خوندي ځای هم ځانګړی شي.

د دې کمېټې د جوړېدو موخه د زلزلې له امله زیانمن شویو کورنیو ته په وخت، منظم او اغېزمن ډول روغتیايي اسانتیاوې، خوراکي توکي او د سرپناه امکانات برابرول دي، تر څو د هغوی ستونزې په بېړني ډول راکمې او د ژوند شرایط یې ښه شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۵۴
Background image

په غزني ولایت کې څه باندې ۹۵۰ زده‌کوونکو ته د نشه‌یي توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د غزني ولایت د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون آمریت مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز کې د احمدآباد عالي لېسې څه باندې ۹۵۰ زده‌کوونکو ته د نشه‌یي توکو د زیانونو او د روږدي کېدو مخنیوي لارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۷
Background image

د کاپیسا ولایت په درېیو ولسوالیو کې له خصوصي روغتیايي مرکزونو او درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

د کاپیسا عامې روغتیا ریاست د څارنې ټیم له لوري په حصه اول کوهستان، حصه دوم کوهستان او کوهبند ولسوالیو کې له يو شمېر خصوصي روغتیايي مرکزونو او درملتونونو څخه نظارت ترسره شو.

د دې نظارت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۱۹
Background image

په ننګرهار، کونړ او لغمان کې د اړمنو راستنېدونکو او بې‌ځایه شویو کورنیو د ملاتړ لپاره له WAW سره د ۲۶۹ زره ډالرو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې د اړمنو راستنو شويو او بېځايه شويو کورنيو او کوچنیانو ټولنیز او اقتصادي خوندیتوب او د هغوی حمايتي اړتياوو ته د رسېدنې. . .

BACK TO NEWS