عامې روغتیا وزارت د روغتیايي ظرفیت لوړونې او مسلکي زده کړو لپاره له AKF سره تړون لاسلیک کړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۲:۲۳
moph

د عامې روغتیا وزارت له لوري په پروان، سمنګان، دايکندي او کندز ولایتونو کې د تخنيکي او حرفوي زده کړو له لارې د کورنيو پياوړتيا، د ښځينه روغتيايي کارکوونکو لپاره د عملي زده کړو يا Internship او د ټولنيزو روغتيايي کارکوونکو د ظرفيت لوړونې په موخه له Agha Khan Foundation-AKF مؤسسې سره د (۲۳۲۸۳۱۹) دوه میلیونه درې سوه اته ویشت زره درې سوه نولس کاناډایي ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو

دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د څلورو کلونو لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۱۰ روغتونونو له لارې د یادو ولایتونو (۲۱۴۹) تنه اوسېدونکي د تخنيکي او حرفوي زده کړو په مرسته د کورنيو پياوړتيا، د ښځينه روغتيايي کارکوونکو لپاره د عملي زده کړو يا Internship او د ټولنيزو روغتيايي کارکوونکو د ظرفيت لوړونې برخمن او (۲۷) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.

بل لور، د AKF مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د څلورو کلونو په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د پراختیايي پروژو د همغږۍ غونډه ترسره شوه

دغه غونډه د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي په مشرۍ، د مرکزي رئیسانو او پراختیايي پروژو د مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې د مالي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۰:۴۳
Background image

په پکتیا کې د ضمیموي تغذیوي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له HEALTHNET TPO سره هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري په پکتیا ولایت کې د ضمیموي تغذیوي خدماتو (TSFP) وړاندې کولو په موخه له HEALTHNET TPO مؤسسې سره د (۹۱۶۸۹) یو نوي زره شپږ سوه نهه اتیا ډالرو په ارزښت هوکړه لیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۰:۳۰
Background image

د وبايي او ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په موخه همغږۍ ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نړیوال بانک، روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې له استازو سره د وبايي او ساري ناروغیو مخنیوي او. . .

BACK TO NEWS