عامې روغتیا وزارت له لوري د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ د کابل اړوند روغتيايي علومو انسټېټيوټونو فارغانو څخه د ایګزیټ ازموینه واخیستل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۰:۵۱
MOPH

د يادې ازموینې پرانیست غونډه د عامې روغتیا وزارت د خصوصي انسټیټیوټونو رئیس مولوي محمد ګلاب راشد، د ازموینو ملي ادارې مرستیال شیخ رحیم الله حقاني، استادانو او اړوندو مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

 د عامې روغتیا وزارت د خصوصي انسټېټیوټونو رئیس، مولوي محمد ګلاب راشد وويل: (دا ازموینه په معياري او شفاف ډول اخيستل کېږي او له هر ډول لاسوهنو پاکه ده او ګډونوال به د خپلې وړتیا مطابق پایلې ترلاسه کړي).

همدارنګه، د ازموینو ملي ادارې مرستیال د طبي برخو د زده‌ کړو ارزښت په اړه وينا تر سره او زیاته یې کړه، چې دا ازموینه په شفافه فضا کې اخيستل کېږي او د ګډونوالو حقونه به خوندي وي.

د يادونې وړ ده، چې د عامې روغتيا وزارت له لوري به د ازموينو ملي ادارې په همکارۍ د هېواد په نورو زونونو کې د روغتيايي علومو انسټېټيوټونو فارغانو څخه هم د ایګزیټ ازموینه واخیستل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

د کابل ښار په بېلابېلو ملکیتونو کې د هوا ککړتیا د کمولو او تنفسي ناروغیو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

BACK TO NEWS