عامې روغتیا وزارت له لوري د جوزجان ولايت په دوه سوه بستریز صدري روغتون کې د ښځینه عمومي داخله څانګې ۳۰ بسترونو پرانیسته تر سره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۵:۵۴
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د جوزجان د عامې روغتیا رئيس قاري ذبيح الله حسيني، قومي مشرانو، علماوو کرامو او یو شمېر نورو مسؤلینو شتون درلود.

د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي محمد اسحق صاحبزاده وویل: (د عامې روغتیا وزارت په ټول توان هڅه پیل کړې چې خپلو هغه هېوادوالو ته چې پخوا یې روغتیايي خدماتو ته لاس رسی نه لره روغتیايي خدمات ورته ورسوي.)

نوموړي همداراز زیاته کړه، د دغه هڅو په لړ کې نن د عامې روغتیا وزارت په مالي ملاتړ د شپېته میليونه افغانیو په لګښت د جوزجان ولايت په دوه سوه بستریز صدري روغتون کې د ښځینه  عمومي داخلې څانګې ۳۰ بسترونو پرانیسته ترسره شوه، چې ورسره به د یاد ولایت د اوسېدونکو روغتیايي ستونزې حل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د هېواد د یو شمېر ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره د الهي پېښو پر مهال د ناروغانو روغتیایي وضعیت ته د رسېدنې په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ په آنلاین ډول ترسره شوه،  په کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د جاپان هېواد له نوي سفیر، ښاغلي کنیچي ماساموتو سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې نوي سفیر ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ په روغتیايي برخه کې د جاپان هېواد د مرستې په ځانګړي ډول د جیکا ادارې له لوري د کابل افغان جاپان او انتاني تخصصي روغتونونو کې د. . .

BACK TO NEWS