عامې روغتیا وزارت له لوري د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت خوست ولایتي روغتون ته طبي وسایل ورکړل شول
دغه وسایل د خوست ولایتي روغتون ته د زړه ناروغیو د ښې درملنې په برخه کې ورکړل شول، چې په کې د دوه پایو ( ECHO ) ایکوکارډیوګرافۍ ماشینونو سربېره د اکسیجن رسولو دستګاوې، د تلویزیوني معاینو ماشینونه، ویلچرونه او نور شامل دي.