فراه ولایت کې له یو شمېر درملتونونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه د څارنې په پایله کې ۷۵ کیلوګرامه له نېټې تېر توکي راټول شوي دي

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۴۱
MOPH

د فراه عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت مسؤلینو په تېره یوه اوونۍ کې د یاد ولایت د خوراکي توکو له یو شمېر پلورنځیو، تولیدي شرکتونو او درملتونونو څخه نظارت ترسره کړی، چې په پایله کې یې ۷۵ کیلوګرامه له نېټې تېر خوراکي توکي او درمل راټول شوي او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته لېږدول شوي دي.

همدارنګه، د یاد آمریت مسؤلینو یو درملتون د روغتیايي قوانینو د سرغړونې له امله تړلی او مسؤلینو ته یې لارښوونه کړې چې خپل فعالیتونه د ټاکل شویو روغتیايي اصولو او قوانینو له مخې تنظیم کړي.

د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ټینګار کړی چې د روغتیايي قوانینو د نه مراعاتولو په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني چلند ترسره کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د څه باندې ۱۰۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د راډیولوژي انسټېټیوټ لپاره د MRI دستګاه پېرل کېږي

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د ناروغیو د تشخیص په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د ۱۴۰۵ مالي کال له داخلي بودیجې څخه د راډیولوژي انسټېټیوټ لپاره د یوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۴۰
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د عزيزي بانک په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ۶۶ تنو مسولینو او مراجعينو څخه ۳۳ زره سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۳۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، هرات، نیمروز او فراه ولایتونو کې د غیرساري ناروغیو او د مخنیوي لارو چارو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

د یادو پروګرامونو په ترڅ کې خلکو ته د غیرساري ناروغیو د خطر لاملونو، د مخنیوي لارو چارو او د سالم ژوند د ارزښت په اړه معلوماتي او وقایوي بروشرونه او پوسټرونه ووېشل شول.

د عامې روغتیا. . .

BACK TO NEWS