فراه ولایت کې څه باندې۶۰۰ کیلوګرامه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۲۶
MOPH

د فراه ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو په دغه ولايت کې له درملتونونو او خوراکي توکو پلورنځیو څخه د نظارت په پایله کې څه باندې ۶۰۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه یې ټاکل شوي ځای ته ولېږدول.

همدارنګه، د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله ۴ درملتونونه وتړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS