قاري عبدالولي صدیقي د کابل د روغتونونو له بېلابېلو څانګو لیدنه وکړه او د روغتیايي خدمتونو پر ښه والي یې ټینګار وکړ

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۹:۲۴
moph

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي، د کابل ښار نور د سترګو ملي او تخصصي روغتون، ستوماتولوژۍ روغتون او مرکزي پولی‌کلینیک له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه ترسره کړه.

ښاغلي مرستیال، د یادو روغتونونو په بېلابېلو څانګو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو له بهیر څخه لیدنه وکړه، د ناروغانو احوال یې واخیست او هغوی ته یې د روغتیا هیله څرګنده کړه.

دغه راز، د مالي او اداري چارو ښاغلي مرستیال، د یادو روغتونونو له روغتیايي کارکوونکو او مسؤلینو سره هم وکتل او د دوی لخوا د ترسره شویو خدمتونو او فعالیتونو ستاینه یې وکړه.

ښاغلي همدارنګه د روغتونونو کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې د باکیفیته روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو، د ناروغانو روغتیايي وضعیت ته د لا ښې رسېدنې او د ستونزو د حل لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۲
Background image

د سترګو د روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلی مولوي عبدالولي حقاني د سترګو د روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

د سترګو روغتيا او د ړوند والي کچې کمښت او مخنیوی د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۵۴
Background image

د سترګو د روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتيا وزارت د ناروغیو د کنټرول او مخنيوي لوی رئیس دوکتور احمد سیر پاڅون د سترګو د روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

په هېواد کې د سترګو د ړوند والي له علتونو څخه ۶۰ سلنه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۳۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال د ولایتونو د کیفیت کنټرول لابراتوارونو له آمرینو سره ليدنه وکړه

د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په خپل کاري دفتر کې د ولایتونو د خوړو او درملو د کیفیت کنټرول لابراتوارونو له آمرینو سره ليدنه ترسره او د هغوی د کاري وضعیت، شته ستونزو. . .

BACK TO NEWS