له روږديتوب څخه ۳۷ درملنه شوي کسان له درې مياشتني مسلکي زده‌کړو وروسته فارغ شول

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۵
MOPH

ياد کسان چې د فراه ولايت د عامې روغتيا ریاست اړوند په ۸۰ بستريز روغتون کې تر درملنې لاندې وو، د YHDO مؤسسې له لوري د درې مياشتني مسلکي روزنيز پروګرام له بشپړېدو وروسته، فارغ شول.

د فراه ولايت د عامې روغتيا رئيس، مولوي شيخ مير صدام د یادو کسانو فراغت غونډه کې هغوی ته د فراغت مبارکي ورکړه او د YHDO مؤسسې له خدماتو څخه یې د مننې تر څنګ وويل: «اوس تاسې نه يوازې روغ ياست، بلکې مسلکي کسان هم ياست؛ که خلکو تاسې پخوا روږدي بللئ، نو اوس بايد ټولنه تاسې د نلدوان، مستري او تخنيکي کارپوهانو په توګه وپېژني.»

همدارنګه، ښاغلي رئیس له خلکو وغوښتل، چې یادو کسانو ته درناوی وکړي او هغوی ته د يو مسلکي او ماهر شخص په سترګه وګوري.

دمګړۍ، ۴۰ تنه نور روږدي کسان هم د یاد مرکز په دويم پړاو کې په حرفوي زده‌کړو بوخت دي او دوی ته هم ورته مسلکي پروګرامونه وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۳
Background image

د پوهاند عبدالشکور رشاد عالي لېسې څه باندې ۲۴۰۰ تنه زده‌ کوونکو او استادانو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د خوړو او درملو معینیت پلاوي په هلمند ولایت کې مشورتي، تخنیکي او نظارتي فعالیتونه ترسره کړل

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت پلاوي هلمند ولایت کې د عامې روغتیا ریاست له مشرتابه او د خوړو خوندیتوب برخې له کارکوونکو سره لیدنې ترسره او د شته ستونزو، د درملو قاچاق او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۴۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی ریاست اړوند د طبي فعالیت جواز (معالجوي طب) ازموینه په شفاف ډول واخيستل شوه

د یادې ازموینې د پرانیستې مراسم، چې په کابل پوهنتون کې ترسره شول، د ازموینو عمومي ادارې اداري او تخنیکي چارو مرستیال شیخ رحیم‌ الله حقاني، د طبي شورا عمومي ریاست ارشد تخنیکي سلاکار. . .

BACK TO NEWS