له ژمنې تر عمل!

دا په کابل کې د سي ټی سکین ( راډیولوژي ) څانګې دوه نوي پرانستل کیدونکي مراکز دي څه موده وړاندې یې د بنیاد ډبره کیښودل شوه، خو الحمدلله اوس نږدې اماده دي ، دا نو یو ستر زیری دی چې لږ وخت کې به د کابل دوه نور تخصصي روغتونونه انتاني او افغان جاپان د پرمختللیو سي ټي سکین ( CT scan ) ماشینونو د خدماتو د پیل شاهد وي!
د عامې روغتیا وزارت رهبري تعهد لري چې د هیواد د روغتیایي خدماتو د پرمختګ لپاره لا زیاتې هڅې وکړي او هغه څه چې د ولس اړتیاوې دي پوره کړي ان شاءالله
ډاکټر شرافت زمان امر
د عامې روغتیا وزارت ویاند
#روغتیا
#تعهد