له ۲۰۲۶ زېږدیز کال څخه تر ۲۰۳۰ کلونو پورې د رواني روغتیا ملي ستراتیژۍ جوړولو لپاره د تخنیکي کمېټې غونډه تر سره وشوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۶:۲۹
MOPH

دا غونډه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د وزارت مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان، IOM او همکارو مؤسسو استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د رواني روغتیا ملي ستراتیژۍ جوړول د هېواد روغتیا سکټور کې د روغتیايي خدمتونو ښه والي لپاره یو مهم او ارزښتناک ګام وباله او ویې ویل: ( نن موږ د یو نوي فصل د پرانیستلو شاهدان یو او هڅه کوو، چې د دې ستراتیژۍ په جوړولو او پلي کولو سره په ټول هېواد کې اړمنو کسانو ته د رواني روغتیا برخه کې غوره خدمتونه وړاندې کړو ).

همداراز، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ګډونوالو ته د دې ستراتیژۍ د جوړولو په موخه د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ د ملاتړ ډاډ ورکړ او د تخنیکي کمېټې له غړو یې وغوښتل، چې دا سند په لا زیاتې همغږۍ، د نظرونو په شریکولو، له باوري سرچینو او د ټولنې له تجربو او حقایقو څخه په ګټې اخیستنې جوړ کړي؛ تر څو په ټولنه کې د پلي کېدو وړ وي.

بل لور، د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لوی رئیس، ډاکټر حیدر خان حیدر، اړوندو مسؤلینو، د وزارت امرینو او د روغتیا نړیوال سازمان او همکارو ادارو استازو د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د ملي رواني روغتیا ستراتیژۍ د جوړولو په اړه ویناوې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۵:۴
Background image

په ترکیه کې د ا.ا.ا روغتیایي اتشې، متخصص دوکتور فضل‌ الله سیرت د یاد هېواد په ازمیر ښار کې جوړ شوي نړیوال درې ورځني کنفرانس کې ګډون وکړ

دغه کنفرانس چې د روغتیا، کلتور او سیاحت په موضوعاتو جوړ شوی و، په کې د نړۍ له ۳۲ هېوادونو څخه سفیرانو، اتشو او د ترکیې د عامې روغتیا وزیر برخه اخیستې وه.

د یاد کنفرانس په پیل کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۴۰
Background image

کندهار ولایت کې لس ټنه له نېټې تېر درمل له منځه یووړل شول

دغه درمل د کندهار د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې له بېلابېلو درملتونونو څخه راټول شوي وو، چې د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې له منځه یووړل شول.

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د وزیر محمد اکبر خان روغتون له خدماتو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر څخه لیدنه وکړه. . .

BACK TO NEWS