لوګر ولایت کې یو بشپړ روغتیایي مرکز پرانیستل شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۳:۴۰
MOPH

د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي لوګر ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت محمد آغې ولسوالۍ زرغون ښار سیمه کې د نږدې دوه دیرش میلیونه افغانیو په ارزښت د یو بشپړ جامع روغتیايي مرکز د تعمیراتي چارو بشپړیدو پرانیسته ترسره کړه.

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي، د لوګر والي شیخ ضیاءالرحمن مدني، د عامې روغتیا وزارت مرکزي رییسانو، د لوګر د عامې روغتیا رئیس حافظ سعید الرحمن قادري، روغتیاپالانو، قومي مشرانو او ځایي اوسیدونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د لوګر ولایت محمد آغې ولسوالۍ زرغون ښار سیمه کې په یاد جوړ شوي روغتیايي مرکز خوښي وښوده او دا یې د روغتیایي خدمتونو په برخه کې د زرغون ښار او شاوخوا سیمو اوسیدونکو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.

د لوګر ولایت محمد آغې ولسوالۍ زرغون ښار سیمه کې یاد روغتیايي مرکز د  (یو. این. ایچ. سي. آر ) په مالي همکارۍ جوړ او رغنیزې چارې یې  د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شوې چې د سیمې د خلکو لپاره به خورا ګټور ثابت شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۹:۵
Background image

د پولیو وضعیت او د رسنیو رول په اړه د خبریالانو او سکتوري ادارو د ویندویانو لپاره معلوماتي او روزنیز ورکشاپ ترسره شو

په دې ورکشاپ کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس ډاکټر عبدالقدوس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۳:۳۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د اندراګاندي ماشومانو روغتون د خدماتو بهیر وڅېړ

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر څخه. . .

BACK TO NEWS