مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو لېږد په اړه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۹
MOPH

دغه ناسته چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معينيت او افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک د معرفي او پلي کېدو په موخه ترسره شوه، په کې د ۳۴ ولایتونو د خوړو او درملو امرینو، د درملو د صادراتو او وارداتو د تنظیم ریاست استازو، د افغان پُست دولتي شرکت او یو شمېر نورو تخنیکي مسؤلینو ګډون درلود.

د هوکړه لیک موخه له ګمرکونو څخه اخیستل شوې نمونې د کیفیت، مؤثریت او خوندیتوب ارزونې لپاره مرکزي لابراتوارونو ته د لېږد یو منظم، شفاف او اغېزمن میکانیزم رامنځته کېدل دي؛ څو بازار ته د غیر معیاري روغتیایي محصولاتو او درملو وړاندې کېدو مخه ونیول شي او د خلکو روغتیا خوندي شي.

په دې ناسته کې د هوکړه لیک ګټې، د نمونو د لېږد بهیر، د اړوندو ادارو مسؤلیتونه او رولونه  تشریح شول او د یاد میکانیزم له مخې به هغه نمونې چې له ګمرکونو څخه د کنټرول او ارزونې په موخه اخیستل کېږي، د افغان پُست دولتي شرکت له لارې په خوندي او معیاري ډول مرکزي لابراتوارونو ته لېږدول کېږي.

همدارنګه، د مرکز او ولایتونو ترمنځ پر همغږۍ، د نمونو د لېږد بهیر پر چټکتیا، د ولایتي مسؤلینو د پوهاوي پر لوړولو او د دې پروسې پر اغېزمن تطبیق ټینګار وشو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بامیان ولایت کې د ۱۳۸ زره امریکایي ډالرو په لګښت درې پراختیایي پروژې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

دغه پروژې چې د اغاخان بنسټ د روغتیايي خدمتونو پراختیایي بودیجې له لارې بشپړې شوې، په کې د درملو او طبي تجهیزاتو زیرمتون، د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو ګرمولو سیستم او د روغتون لپاره د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست اړوند یو شمېر روغتیايي مرکزونو ته د ۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت غیر طبي وسایل ورکړل شول

یاد وسایل د ننګرهار عامې روغتیا ریاست په هڅو د (PU-AMI) مؤسسې له لوري بي بي فاطمة الزهرا ولایتي روغتون او د ولسوالیو یو شمېر روغتونونو او روغتیایي مرکزونو ته ورکړل شول؛ چې په کې دفتري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو لېږد په اړه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

دغه ناسته چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معينيت او افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک د معرفي او پلي کېدو په موخه ترسره شوه، په کې د ۳۴ ولایتونو د خوړو او درملو. . .

BACK TO NEWS