ننګرهار، پکتیکا، پروان، کندز او سمنګان ولایتونو کې په یو شمېر ښوونځیو، پوهنځیو او انسټیټیوټونو کې د نشه یي توکو مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شول
دغه پروګرامونه د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي برنامې ریاست اړوند د ننګرهار ولایت د تنکیو روږدو ځوانانو درملنې ۴۰ بستریز روغتون، د پکتیکا ولایت د روږدو درملنې ۳۰ بستریز روغتون، د پروان ولایت د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون، د کندز ولایت د روږدو درملنې ۸۰ بستریز روغتون او د سمنګان ولایت د روږدو درملنې ۳۰ بستریز روغتون مسؤلینو له لوري زده کوونکو او زده کړیالانو ته ترسره شول.
په دې پروګرامونو کې د نشه یي توکو ټولنیز، اقتصادي، رواني او روغتیايي زیانونه په علمي او هر اړخیز ډول تشریح شول او د دغو توکو د کارونې له امله رامنځته کېدونکې فردي او ټولنیزې ستونزې روښانه شوې او هم د نشه یي توکو د مخنیوي، د روږدو پېژندنې او د درملنې مرکزونو ته د هغوی د راجع کولو په اړه مهم معلومات وړاندې شول.
