ننګرهار ولایت کې د دولتي روغتيايي علومو انسټيټيوټ له نیمه طبي زده کړو څخه د ۲۵۰ تنه فارغانو د فراغت مراسم د یوې غونډې په ترڅ کې تر سره شول!

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۳:۵۸
moph

د يادې فراغت غونډې پر مهال د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی ، د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف او د بیلا بیلو امارتي ادارو استازو او ګڼو میلمنو ګډون کړی وو.

 ښاغلي مرستیال والي د خپلې وینا پر مهال فارغانو او د هغوۍ د کورنيو غړو ته مبارکي وويله او فارغ شویو ځوانانو ته يې له نظري زده کړو وروسته په عملي روزنه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ ،نوموړي پر ټولو ځوانانو غږ وکړ چې هر یو زده کړې وکړي، تر څو خپل هېواد ته د خدمت جوګه شي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رئيس مولوي آمين الله شريف د خپلې وینا په ترڅ کې وويل، پر تاسو د بيت المال څخه لګښت شوی او بايد خپلو خلکو ته صادقانه خدمت وکړئ ، نوموړي هيله وښوده چې په راتلونکي کې به د نویو روغتیا پالانو په فراغت او په غوره ډول ظرفيت لوړونې سره هېوادوال د ګاونډيو هېوادونو له احتياج څخه خلاص شي.

د ننګرهار روغتيايي علومو انيسټيټيوټ آمر ډاکټر خالد شېرزاد د خپلې وینا پر مهال وویل: په ۳۸مه دوره کې يې ۲۵۰ تنه د نرسنګ، درملو جوړولو، طبي ټکنالوژۍ، غاښونو پروتيز او فزيوتراپۍ په برخو کې تر روزنې وروسته خدمت ته چمتو او دا دی نن یې د فراغت مراسم تر سره کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۳۰
Background image

د هرات ولایت په تورغنډۍ روغتیايي مرکز کې د خوارځواکو ماشومانو درملنې څانګه پرانیستل شوه

ياده څانګه د یونیسف (UNICEF) نړيوالې ادارې په مالي ملاتړ جوړه شوې، چې د ماشومانو د مړینې کچې کمولو او د تغذیې د وضعیت ښه والي برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي، چې د بسترونو په لرلو سره به په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د کابل روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه او د خدماتو پر ښه والي یې ټینګار وکړ

رش د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د تخنيکي پلاوي په ملتیا د مرکزي پولي کلینیک، نور د سترګو درملنې تخصصي روغتون او د وینې مرکزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۵۴
Background image

د کندز په سیمه ییز روغتون کې د نسایي او ولادي څانګې لپاره دوه مجهزې عملیات‌ خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

یادې عملیات‌ خونې د بې‌ پولې ډاکټرانو (MSF) په همکارۍ او مالي ملاتړ د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره جوړې شوې، چې د معیاري ودانۍ لرلو سربېره په پرمختللو طبي تجهیزاتو هم سمبال دي. . .

BACK TO NEWS