ننګرهار کې د بي بي فاطمة الزهرا ولایتي روغتون لپاره د پنځه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۴ قلمه مهم طبي وسایل وپېرل شول
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف د يادو وسایلو د تسلیمۍ پر مهال د وسایلو په سم استعمال، ساتنه او مراقبت ټینګار وکړ او ويې ويل: دغه وسایل د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ځانګړې لورینې په اساس په خپله امارتي بودیجه اخيستل شوي دي.
د ياد روغتون امر، ډاکټر فهد ولي زاده د وسایلو په ورکړه خوښي څرګنده او ویې ویل: دغه وسایل یې د روغتون لویه اړتیا وه او ورسره به تر ډیره کچه د ناروغانو ستونزې حل شي او اوس به اړ نه وي چې نوي زیږیدلي ماشومان چې زیړی ولري، سيمه ييز روغتون ته ولیږي.
