ننګرهار کې د خصوصي روغتيايي علومو انسټيټوټونو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف په لارښوونه د ګډ پلاوي له لوري ترسره شو، چې په ترڅ کې یې د انسټيټوټونو فعالیتونه وارزول شول، ستونزې یې په نښه او د حل په موخه له اړوندو مسؤلینو سره شریکې شوې.
دغه راز، اړوندو مسؤلینو ته د خدماتو لا ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې شوې؛ ترڅو د محصلینو د عملي او نظري زده کړو کیفیت لوړ او د خدماتو برخه کې اغېزمنتیا زیاته شي.