نیمروز ولایت کې د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت سل بستریز روغتون پرانیستل شو
د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي نیمروز ولایت ته د خپل سفر پر مهال د نږدې ۱۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د دې ولایت د نوي جوړ شوي ولایتي سل بستریز روغتون پرانیسته ترسره کړه
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي، د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه ، د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد د هلمند ولایت والي الحاج مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي ، د نیمروز ولایت د عامې روغتیا رئیس ملا عبدالرحمن عبدالله ، دولتي مسؤولینو او ځایي اوسیدونکو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د دې روغتون د پرانستې پر مهال ولسونو ته په نیمروز کې د دې سترې پروژې تر سره کیدو مبارکي وویله او دا یې د افغانستان اسلامي امارت له راتګ وروسته د نیمروز ولسونو ته د روغتیا په برخه کې یوه ستره لاسته راوړنه وبلله ، ښاغلي وزیر د خپلې وینا په ترڅ کې وویل ، د نیمروز ولایت پنځه ولسوالۍ لري چې په هر یوې کې به په نږدې کې د یو عمومي روغتون د جوړیدو چارې پیل شي ، ښاغلي وزیر د هیواد هر وګړي ته د معیاري روغتیايي خدماتو رسول خپل لمړیتوب وګاڼه او په دې برخه کې یې د اسلامي امارت د رهبرۍ د زیاتې پاملرنې او مهربانۍ یادونه وکړه.
د یادې غونډې په جریان کې د غونډې بیلا بیلو ګډونوالو د خپلو ویناوو په ترڅ کې د دې روغتون جوړیدل لویه لاسته راوړنه او د روغتیايي خدماتو په پراختیا کې ستر ګام وګاڼه.
