هرات ولايت کې د نږدې ۵ ميليونه ډالرو په ارزښت د سویللوېدیځ زون په کچه د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د کیفیت ارزونې معیاري لابراتوار پرانیستل شو
په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې، چې د افغانستان ا.ا د ریاستالوزراء اقتصادي مرستيال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند، اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي، د عامې روغتيا وزير ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او يو شمېر نورو لوړ پوړو امارتي مسؤلينو شتون درلود، د ریاستالوزراء اقتصادي مرستيال وويل: له دې وروسته به هېواد ته واردېدونکي خوراکي توکي، درمل او روغتيايي محصولات د دغه لابراتوار له لارې د کیفیت او اعتبار له پلوه ارزول کېږي او د بېکیفیته، تقلبي او غیرمعیاري توکو د وارداتو مخنیوي او د کورنیو تولیداتو کیفیت لوړولو برخه کې به مهم رول ولوبوي.
همدارنګه، د ریاستالوزراء اقتصادي مرستيال د کورنیو تولیدي شرکتونو او فابریکو مسؤليو ته وويل، چې د محصولاتو کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي او له سوداګرو يې وغوښتل، چې د شخصي ګټو لپاره هېواد ته بېکیفیته او زیانرسوونکي توکي وارد نه کړي او ټینګار یې وکړ، چې د غیرمعیاري توکو وارداتو ته به اجازه ورنه کړل شي.
دغه راز، د ریاستالوزراء اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي وويل: په زونونو کې معیاري لابراتوارونه د بېکیفیته توکو د واردولو او تولید مخنیوی کوي او زیاته یې کړه، د نمونو راټولولو او د درملو او خوراکي توکو د ازموینو بهیر د چټکتیا په موخه به د هېواد په بېلابېلو زونونو کې لابراتواري مرکزونه جوړ شي.
ورته مهال، د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي وويل: عامې روغتيا وزارت د خوراکي توکو او درملو د کیفیت ارزونې او تحلیل اوسني لابراتوارونه تقویه کړي او د پلان له مخې به دغه لابراتوار ته ورته لابراتوارونه د هېواد په نورو زونونو کې هم پرانيستل شي؛ ترڅو د درملو او خوراکي توکو کيفيت تضمین شي.
