وزیر صحت عامه د هرات د نوې عصري سترګو درملنې روغتون د عملیات خونې د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۳:۴۲
moph

د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د سترګو ناروغیو د درملنې تازه رغول شوي روغتون (نور د سترګو درملنې تخصصي روغتون) څخه لیدنه وکړه

په دغه لیدنه کې چې د هرات والي، نور احمد اسلام جار او د عامې روغتیا وزارت څخه راغلي پلاوي شتون درلود، ښاغلي وزیر په یاد روغتون کې د یوې نوې عملیات خونې او د دغه روغتون د بیا رغونې ترسره شویو چارو پرانیسته ترسره کړه.

یاده عملیات خونه چې د پخوا په نسبت لا مجهزه او په عصري ډول رغول شوې د لا زیاتو ناروغانو د درملنې ظرفیت به ولري.

د عامې روغتیا وزیر، د یاد روغتون څخه د لیدنې موخه د هرات اوسېدونکو لپاره د سترګو ناروغیو د درملنې برخه کې د تخصصي خدماتو ارزونه او د دې خدماتو لا پراختیا یاده کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۲۳
Background image

کابل کې د خصوصي روغتونونو لپاره د ملي اعتبار ورکولو او درجه بندۍ معیارونو پلي کولو په موخه د پوهاوي لوړولو درې ورځنی روزنیز سیمنار پیل شو

په دې روزنیز سیمنار کې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د روغتیایي مرکزونو د اعتبار ورکولو ملي ادارې اجرائیوي رئیس مولوي سیف الله معاویه، د ملي اعتبار. . .

BACK TO NEWS