په ارزګان ولایت کې د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي ناسته تر سره شوه
په ارزګان ولایت کې د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالي له لوري د ولایتي همغږۍ ناسته ترسره شوه
د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالي ارزګان ولایت ته د خپل په ترڅ کې د پولیو له منځه وړلو بېړني ولایتي مرکز، د معافیت کتلوي ولایتي مسؤلینو، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او یو شمېر نورو بشري مؤسسو استازو سره ولایتي همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د پولیو د بېړني عملیاتي مرکز رئیس د سیمه ییزو ټیمونو ترمنځ د ښې همغږۍ ستاینه وکړه او مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې په دې ولایت کې د ګوزڼ ناروغۍ واکسین کمپاینونو د غوره موډل د پلي کولو لپاره لاس په کار شي.