په انتاني او افغان جاپان روغتونونو کې د تشخیصیه خدماتو لپاره د نویو مجهزو ودانیو د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۳۱
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نورجلال جلالي له لوري د انتاني او افغان جاپان ساري ناروغیو د درملنې ملي او تخصصي روغتونونو کې د نږدې سل میلیونه افغانیو په ارزښت د تشخیصیه خدماتو لپاره د نویو مجهزو ودانیو د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه.

یادې ودانۍ چې دوه مجهز سي ټي سکین ماشینونه ، ډاپلر ایکو او په ځینې نورو تشخیصیه وسایلو به سمبال شي د درې میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نورجلال جلالي د یادو ودانیو چې د جایکا او روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ جوړېږي خوښي څرګنده کړه او دا یې تشخیصیه برخه کې د پرمختګونو د پیل یو مهم پړاو وباله.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نورجلال جلالي د خپلو خبرو پردوام زیاته کړه “د روغتیايي سیستم ښه والي په موخه یې د یوې ستراتیژۍ او ملي پالیسۍ په جوړولو کار پیل کړی چې په پلي کېدو سره به یې مرکزي ثالثي روغتونو کې د معیاري خدماتو وړاندې کولو سربېره په ولایتي روغتونونو او لرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدماتو ته په اسانۍ سره د خلکو لاس رسی زیات شي.

د یادونې وړ ده چې په دغه مراسمو کې د روغتیا وزارت یو شمېر مرکزي رییسانو، روغتیاپالانو او د روغتیا وزارت کاري شریکانو ګډون کړی و چې د یادو تعمیراتي چارو پر مؤثریت او مثمریت یې ویناوې تر سره کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AIL مؤسسې سره د (۵۷۱۳۶) د اووه پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون. . .

BACK TO NEWS