په بلخ ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نظارت
د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري په دې ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې ۳ OPD کلینیکونه د قانوني اسنادو د نه تکمیلېدو او یو کتنځای د قانوني جواز نه درلودلو له امله وتړل شول.