په بلخ ولایت کې د شنو نیالګیو د ايښودلو کمپاین

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۱:۲۴
MOPH

د بلخ ولايت د عامې روغتيا رئيس، الحاج رحمت الله منصور د شنو نيالګيو د اېښودلو د کمپاين په ترڅ کې چې د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه له لوري د ''يو روغتيايي کارکوونکی يو ونه'' تر شعار لاندې پيل شوی و، ونډه واخیسته او د دې ولایت اړوند، دولت اباد ولسوالۍ پنځوس بستريز روغتون په محوطه کې یې د چاپېريال ساتنې، د ناروغیو څخه د مخنیوي او ښکلا په موخه يو شمېر نيالګي کښېنول.

نوموړي د ټولو هېوادوالو څخه وغوښتل، تر څو په یاد کمپاین کې ګډون وکړي او د یو یو نیالګي په کښېنولو سره د چاپېریال د ښکلا تر څنګ د ناروغیو د خپرېدو مخه ونیسي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

BACK TO NEWS