په خوست کې د عامې روغتیا له مسئولینو سره د روغتیايي خدمتونو مرستیال ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي خوست ته د سفر پرمهال د عامې روغتیا ریاست مسئولینو او کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه
په یاده ناسته کې ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د خوست عامې روغتیا ریاست مسئولینو او کارکونکو ته د چارو ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې ترسره او د یاد ریاست د مسئولینو او کارکونکو ستونزې، وړاندېزونه او غوښتنې یې واورېدې.
ښاغلي مرستیال د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چې ورسره شریکو شویو وړاندیزونه او غوښتنو ته به یې د حل لارې پیدا او دې برخه کې به لازم اقدامات تر سره کړي.