په دایکندي ولایت کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
یاد روغتیايي مرکز د UNHCR دفتر په مالي همکارۍ د ۲٦۰ زره ډالرو په لګښت د سنګتخت او بندر ولسوالۍ په سیاه ده سیمه کې په معیاري او اساسي توګه جوړ شوی، چې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه روغتون په مرسته به د نوموړې سیمې د اوسېدونکو روغتیايي ستونزې تر ډېره حل او اړین روغتیايي خدمات به ورته وړاندې کېږي.