په روغتونونو کې د غوره روغتیایي خدماتو د تر سره کولو په موخه ناسته تر سره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۴:۳۹
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني روغتونونو ته د درملو رسولو او د روغتونونو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د یوې ناستې په ترڅ کې د تخصصي او ثالثي روغتونونو له رئیسانو سره وکتل

په دې ناسته کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال سپارښتنه وکړه، چې د روغتونونو مسؤلین دې د اړوندو روغتونونو  د درملو له ۳ تر ۹ میاشتنۍ اړتیاوې، چې طبي توکي او درمل په کې شامل دي د عامې روغتیا وزارت د تخصصي او ثالثي روغتونونو له ریاست سره شریک کړي؛ څو په اړه یې راتلونکي  اجراات ترسره شي.

په دې ناسته کې همداراز د روغتونونو له مسؤلینو وغوښتل شو، چې د خپلو روغتونونو د اړتیا وړ یو اندازه درمل دې د عامې روغتیا وزارت د مرکزي سټاک څخه وغواړي؛ څو د ناروغانو روغتیايي ستونزو ته په سمه توګه رسېدنه ترسره او غوره درملنه یې وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS