په غزني او زابل ولایتونو کې د خصوصي روغتیایي سکتور او خوراکي توکو څخه نظارت تر سره شو
په غزني او زابل ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور او خوراکي توکو پلورنځیو څخه د نظارت په پایله کې ۷ روغتیايي کتنځایونه د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول او د یو شمېر درملتونونو او خوراکي توکو پلورنځیو څخه په زیاته اندازه له نېټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل راټول او ټاکلي ځای ته ولېږدول شول.