په غزني کې زده‌کړیالانو ته د نشه‌يي توکو د زیانونو په اړه علمي سیمینار ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۲
moph

د غزني ولایت د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون مسؤلینو له لوري د نشه‌ يي توکو د زیانونو مخنیوي په موخه د عمر روغتیايي علومو انسټیټیوټ زده کړیالانو ته یو علمي سیمینار ترسره شوه

په دې سیمینار کې شاوخوا ۲۵۰ زده کړیالانو ګډون کړی ؤ، چې موخه یې د نشه‌ يي توکو د ناوړه اغېزو په اړه د علمي پوهاوي لوړول او راتلونکو روغتیايي کادرونو ته په یاده برخه کې کره معلومات وړاندې کول وو.

په دې سیمینار کې د نشه‌ يي توکو ټولنیز، اقتصادي، رواني او روغتیايي زیانونه په علمي او هر اړخیز ډول تشریح شول او د یادو توکو د کارونې له امله رامنځته کېدونکې فردي او ټولنیزې ستونزې روښانه شوې.

همدارنګه، د نشه‌ يي توکو مخنیوي، د روږدو پېژندنې او د درملنې مرکزونو ته د هغوی د راجع کولو په اړه هم مهم علمي معلومات وړاندې شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۲۴
Background image

د ۱۴۴۸ هـ ق کال د خوړو او درملو معینیت د اداري شورا لومړۍ غونډه ترسره شوه

یاده غونډه د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د مرکزي رئیسانو، امرینو او د دې معینیت د بېلابېلو څانګو د مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۲۱
Background image

د دوو مرکزي روغتونونو مسلکي کارکوونکو ته د فارمکوویجیلانس (د درملو د څارنې) سیسټم په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست اړوند د ویجیلانس آمریت له لوري د افغان سرې میاشتې مرکزي او د شهید سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتونونو. . .

BACK TO NEWS