په لوګر ولایت کې د ۱۴ بابه روغتیايي ځالو (FHH) پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
یادې روغتیايي ځالې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په مالي لګښت جوړې شوي، چې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت ورته طبي توکي او تجهیزات پېرل شوي دي او د لوګر د والي او د عامې روغتیا، رئیس په شتون کې یې پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې وسپارل شوې، چې موخه یې په لرو پرتو سیمو کې د میندو او ماشومانو د روغتیا ښه کول دي.