په هېواد کې د تور فنګس خپرېدو د مخنیوي په پار د عامې روغتیا وزارت تدابیر
شنبه، چنګاښ ۱۲/۱۴۰۰
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن د مرکز او ولایتونو د روغتیایي ادارو له استازو سره د یوې ناستې په ترڅ کې په هېواد کې د تور فنګس ناروغۍ خپرېدو د مخنیوي لپاره د عامې روغتیا وزارت پر تدابیرو ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې، د دې ناروغۍ سره د مبارزې، نښو، علایمو، د انتقال ډول، درملنې لپاره د عامې روغتیا وزارت د چمتووالي په اړه بحث وشو.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د اړونده څانګو مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې په دې ناروغۍ د اخته ناروغانو د لاسرسي او درملنې په پار په روغتیايي مرکزونو کې ځانګړي تدابیر ونیسي، په مرکز او ولایتونو کې د کورونا روغتونونو کې دې جلا وارډونه رامنځته کړي.
ډاکترمجروح، همدارنګه د ناروغانو درملنې څرنګوالي، د خلکو د عامه پوهاوي کچې لوړول او په مرکزونو کې د شته امکاناتو د کارولو په پار څو تخنیکي کمیټې وګمارلې.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د دې ناروغۍ په وړاندې مبارزه کې د روغتیايي ادارو همغږي مهمه وبلله او له ټولو اړوندو بنسټونو یې وغوښتل چې د دې ناروغۍ خپرېدو د مخنیوي لپاره په یوه ښه همغږي کې هڅه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تور فنګس لومړۍ پېښه څو ورځې وړاندې په کابل کې ثبت شوې وه. تبه، ټوخى، خوا ګرځېدل، پر خولې او پوزه تورې لکې او زړه بد والی د دې ناروغۍ عامې نښې دي او په کورونا ویروس ډېری اخته کسان د دې ناروغۍ سره په ګواښ کې دي.