په کابل ښار کې د خوراکي توکو له پنځو تولیدوونکو فابریکو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۱:۱۹
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د خوړو خوندیتوب لوی ریاست اړوند د خطر تحلیل، د خوړو سرویلانس او معیارونو تدوین ریاست مسؤلینو له لوري د خوړو په موادو کې د خطر د تحلیل پر بنسټ، د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د خوراکي توکو له پنځو تولیدوونکو فابریکو څخه نظارت ترسره شو.

د دغه نظارت په بهير کې د تولید او حفظ‌الصحې برخو کې مهمې او بحراني نقطې وپېژندل شوې او د فابریکو مسؤلینو ته د ښه تولید اصولو (GMP)، د ښې حفظ‌الصحې اصولو (GHP) او د خطر تحلیل او بحراني نقطو د کنټرول سیستم (HACCP) د رعایت په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.

همدارنګه، له یادو فابریکو څخه په حشراتو ککړه وچه آلوبالو، له نېټې تېر شوی سودیم متابای‌سلفیت، د صنعتي اسیتیک اسید د شتون په اړه مشکوک یو بیرل سرکه، د آلوبالو او مالټې شپږ بیرله له نېټې تېر کانسنترېټ، ۳۰ بوشکې له لیبل پرته هایدروجن پراکساید، د جوس ۹ عدده خوندورکوونکي مواد، یو شمېر له نېټې تېر لابراتواري ریجنټونه، ۱۸۰ بستې سرکه او ۳۳۰ بستې مشکوکه مربا راټولې او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته انتقال شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS