په کابل ښار کې د هوټلونو، حمامونو او قصابیانو څخه نظارت تر سره شو
د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د نظارتي ټیم له لوري په کابل ښار کې د غږیزې ککړتیا کموالي، هوا ککړتیا د مخنیوي او د هوټلونو، حمامونو او قصابیانو د حفظ الصحې په موخه نظارت ترسره شو
د یاد نظارت په لړ کې اړوندو مسؤلینو ته د حفظ الصحې د مراعت کولو، د غوره خدمتونو وړاندې کولو او روغتیايي کارتونو اخیستلو اړوند لازمې سپارښتنې ترسره شوې او هم حفظ الصحې ته پاملرنې اړوند، لایحه له ټولو کارکوونکو سره شریکه شوه.